هغه په دې کتنه کې د یاد هېواد سیمهییزو او امنیتي چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د دغه ولایت د امنیت ټینګېدو لپاره نوي پلانونه ترتیب شوي دي.
له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ده په بلخ کې د امنیت ټینګېدو لپاره امنیتي مسولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
نوموړي ژمنه کړې چې د بلخ په امنیتي بنسټونو کې به شته ستونزې ژر تر ژره حل شي.
د دفاع سرپرست وزیر پر داسې مهال بلخ ولایت ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت امنیتي حالت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی.


