ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه تفاهم لیکونه نن په تاجکستان هېواد کې په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شول.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د همکاریو دغه تفاهم لیکونه او یادښتونه په سیاسي، امنیتي، سوداګریزو، ترانسپورټي، ترانزیټي، انرژۍ او فرهنګي برخو کې د دواړو هېوادونو د اړوندو مسوولینو له لوري لاسلیک شول.
یاده خبرپاڼه زیاتوي، دغه راز د دواړو هیوادونو د مشرانو په دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجکستان جمهوریت ترمنځ ګډه اعلامیه هم لاسلیک شوه.


