ads

د اسیا زړه ـ استانبول کنفرانس د مهمو غړو ناسته پیل شوه

په دې ناسته کې د افغانستان د سولې او په دې برخه کې پر سیمه‌ییزې اجماع بحث او خبرې کېږي.

محمدخان بریال
9 وری 1400

ټاکل شوې چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د تلپاتې اوربند پر ټینګېدو هم بحث وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب وایي، د دغه کنفرانس اساسي هدف د افغانستان د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا ده او په خبره یې، د یادې ناستې پایلې د افغانستان د سولې او راتلونکي لپاره ډېرې مهمې دي.
د یادولو وړ ده چې جمهور ریس غني هم په دې ناسته کې د ګډون په هدف تاجیکستان هېواد ته تللی او سبا به دغه کنفرانس ته وینا هم وکړي.
دا کنفرانس په ۲۰۱۱ میلادي کال کې جوړ شو چې هدف یې د سیمې له هېوادونو سره په ګډه د افغانستان پر حالت خبرې کول دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA