ads

جمهور رییس غني نن په رسمي سفر تاجکستان ته ولاړ

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې جمهور رییس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ په رسمي سفر تاجیکستان هېواد ته روان شو.

محمدخان بریال
9 وری 1400
جمهور رییس غني نن په رسمي سفر تاجکستان ته ولاړ

خبرپاڼه زیاتوي، جمهور رییس به د دغه سفر پر مهال د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په نهم کنفرانس کې برخه واخلي.
د سرچینې په وینا، نوموړی به په دغه کنفرانس کې پر ګډون سربېره، د تاجیکستان هېواد له جمهور رییس امام علي رحمان، لومړي وزیر او د یاد هېواد د پارلمان له مشر سره هم پر بېلابېلو مسایلو بحث او خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې هغه د یاد سفر په جریان کې د تاجیکستان په ملي پوهنتون کې وینا وکړي او د یاد پوهنتون د رییس له لوري به ورته د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړل شي.
د اسیا زړه – استانبول پروسې کنفرانس د ۲۰۱۱میلادي کال د نومبر پر دویمه د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو، چې هدف‌یې په افغانستان کې پر روانو حالاتو د سیمې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د بحث او خبرو لپاره د زمینې برابرول دي.
په دغه کنفرانس کې ۱۵ هېوادونه غړیتوب لري، ۱۷ هېوادونه او ۱۲ نړیوال سازمانونه‌یې له لېرې ملاتړ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA