ads

عتیق الله له شل کالو راهیسې د ګلانو شوق پالي

په ارزګان ولایت کې د عتیق الله په نوم یو تن وایي، شل کاله یې کېږي چې د ګلانو په پالنه کې یې تېر کړي دي، وایي ګلان ورته تر هرڅه ډېر ارزښت لري

شمس الرحمن شمس
8 وری 1400
عتیق الله له شل کالو راهیسې د ګلانو شوق پالي

داد عتيق الله د ګلانو شنه خونه ده.

عتيق الله د خپل کور سره په نږدي انګړ کې په نېم جريب ځمکه کې له تېرو شلو کلونو راهېسي ګلاب روزي.

هغه وايي، د هېواد په کچه مهم او د لوړ کيفېت درلودونکي ګلان لري.

نوموړی وايي تراوسه تر ۱۵ ډولونو زيات ګلونه يې په دغه ځمکه کې کرلي دي او روزنه يې کوي.

« زه د تېرو شلو کلونو راهیسې دلته د ګلانو روزنه او پالنه کومه خلکو ته په وړيا توګه د ډول ډول ګلانو نمونې ورکومه»

عتيق الله وايي د ګلانو په روزنه کې زيات مهارت لري د کاله په ټولو موسمونو کې يې ګلان له منځه نه ځي.

هغه وايي، د ګلانو د روزنې سره ځانګړي مېنه لري او شله کاله کېږې چې د ځان او خلکو د خوشحاله ساتلو لپاره د ګلانو روزنه کوي.

د عتيق الله په خبره چې د ګلانو ددغه بڼ څخه خلکو ته په وړيا توګه د ګلانو تخم او نيالګي ورکوي.

«زه د ګلانو سره ځانګړي مېنه لرمه هر څومره ضرورې کار چې وي بیا هم د ګلانو ساتلو او روزلو ته ځان رارسومه او پالنه يې کومه»

عتيق الله هم په هېواد کې د رواني جګړي څخه سخت په تنګ شوي دي او ويره لري که جګړه زياته شي د ګلانو دغه بڼ به يې د جګړي قرباني شي.

هغه وايي د ګلانو ددغه بڼ د هر ګل سره دومره مينه لري لکه د خپل کورنۍ د يوه غړي سره.

نوموړی د وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې نوره جګړه بس کړي او سوله وکړي.

«جګړې دي خوا ورکي کړي کله چې زموږ کلي ته جګړي راغلي زه په هيڅ شي دومره خفه نه ومه لکه په دغه ګلانو که هر شي مې له منځه ولاړ شي پروا يې نه لرمه خو زما د ګلانو باغ باید خوندي وې»

د عتيق الله د ګلانو د روزني دغه ځاي ته هره ورځ په لسګونه سيلانيان راځي او د ګلانو بويي څخه خوند اخلي.

ددغو سيلانيانو له جملي څخه يو هم عبدالوکيل دی.

سيدرسول هم د عتيق الله ددغه کار هرکلي کوي او غوښتنه کوي چې نور کسان هم باید د عتيق الله په څير د ګلانو روزني ته مخه کړي.

سيدرسول وايي د ګلانو دغه بڼ ته هغه وخت ورځي کله چې ذهيني پريشناني ورباندي زياته شي او زړه يې تنګ شي.

نوموړی هم په هېواد کې د تل پاته سولې او اوربند هيله لري.

«زه چې کله هم زيات خفه يمه بس دغه د ګلانو باغ ته راځمه دلته مې پام يو په بله شي»

عتيق الله وايي، په کلني ډول د ګلان په روزنه زيات لګښت کوي او په دې هيله د ګلانو روزنه کوي چې افغانان خوشحاله وساتي او خپل ذهني نا امني يې دده د ګلانو په ليدو سره ختمه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA