ads

په لغمان ولایت کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په مالی لګښت یو ښوونځی جوړ شو

  لغمان کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو ښوونځي جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ایمل عزیزي
8 وری 1400
په لغمان ولایت کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په مالی لګښت یو ښوونځی جوړ شو

د لغمان د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي وویل، د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د سلطان غازي بابا منځني ښوونځي جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د حمیدي د مالوتو له مخې د سلطان غازي بابا د ښوونځي ودانۍ په دوو پوړو کې په ۶ جریبه ځمکه کې جوړه شوې چې ۸ تدریسي او ۷ اداري خونې، ۳۳۶ د زده کوونکو چوکۍ، ۷۵ متره دپاکو اوبو څاه، ۳۳۶ متره په اوږدوالي احاطوي دیوال،۵ مبرزونه او ګڼې نورې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوي.

 لغمان کې د یاد ښوونځي ودانۍ داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي چې اوسمهال د دې ولایت په یو شمیر سیمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA