ads

ناپېژانده وسلوالو په کابل کې یو امنیتي افسر وژلی

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نامعلومه وسلوالو تېره شپه د کابل پغمان ولسوالۍ د باغ داوود په سیمه کې یو امنیتي افسر وژلی دی.

شمس الرحمن شمس
8 وری 1400
ناپېژانده وسلوالو په کابل کې یو امنیتي افسر وژلی

د نوموړي په خبره د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوي دي چې وروسته به یې جزییات شریک شي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې سهار د کابل ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د جاوېد په نوم یو امنیتي افسر د نامعلومه وسلوالو لخوا ووژل شو، چې تر اوسه د دواړو پېښو مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA