ads

محمد حنیف اتمر د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره غږېدلی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د فرانسې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ژان ایو لودریان سره د افغان سولې، دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د سولې له بهیر څخه د فرانسې د ملاتړ به تړاو خبرې وکړې.

شمس الرحمن شمس
8 وری 1400
محمد حنیف اتمر د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره غږېدلی

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر اتمر په دغه ټیلفوني خبرو پر مهال د افغان سولې په برخه کې د فرانسې رول په ارښت خبرې وکړې او په دې برخه کې د یاد هېواد په همکاریو او ملاتړ ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د فرانسې هېود د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې، د ولسواکو ارزښتونو، بشري حقونو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د رامینځته کولو لپاره د خپل هیواد د ملاتړ په دوام ډاډ څرګند کړ.
خبرپاڼه زیاتوي دواړو لوریو د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې لمانځلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د دوستۍ هوکړه لیک د بشپړ پلي کېدو، د افغانستان د سولې بهیر د بریا، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ساتنه او په افغانستان کې د تلپاتې او عادلانه سولې د رامنځته کیدو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
دا خبرې داسې مهال کې چې یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د سیمې په کچه همکارۍ پیل شوي او ټاکل شوې ده د دوشنبې ورځ د اسیا زړه ـ استانبول بهیر نهمه غوڼده د تاجکستان پایتخت دوشنبې کې پیل شي او د افغان سولې په تړاو به خبرې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA