د هرات – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له کبله ۵ تنو ژوند وبایله

د هرات د امبولانس مسوول ابراهیم محمدي کلید ته وویل، نن سهار هرات – کندهار پر لویه لاره یوه لارۍ او مسافر وړونکي ۴۰۴موټر ترمنځ ټکر شوی چې په پایله کې ۵ کسانو ژوند بایللی او ۱۳تنه نور ټپیان شوي دي.