ads

د مشرانو جرګې مشر د پاکستان له سفیر سره ولیدل

د افغانستان د مشران جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
8 وری 1400
د مشرانو جرګې مشر د پاکستان له سفیر سره ولیدل

د مشران جرګې مشر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې پرون مازیګر یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان سره لیدلي او د افغان سولې سربېره یې پر یو لړ مهمو موضوعاتو ورسره غږېدلی دی.

د مشرانو جرګې مشر د دغې لیدنې په ترڅ کې له پاکستان حکومت په ځانګړې ډول پاکستاني نظامیانو څخه غوښي چې د افغان سولې په برخه کې ښه نیت او رښتینې توګه د افغان سولې په برخه رغنده رول ادا کړي ترڅو د افغان سولې په برخه روانې هڅې بریالی شي.

مسلمیار همدارنګه ټینګار وکړ چې پاکستان دې د افغانستان په داخلي چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي او د یو مسلمان ګاونډي په توګه دې د فاصلو کمولو او د یو بل د آبادۍ لپاره کار وکړي.

 د مشرانو جرګې مشر زیاتوي چې د پاکستان سفیر په خپلو خبرو د افغان سولې په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړی او زیاته یې کړه چې پاکستان باثباته او سوله ییز افغانستان غواړي.

د پاکستان سفیر همدارنګه وویل، د پاکستان حکومت په بېلابېلو برخو کې په خاص ډول د پارلماني اړیکو د پیاوړتیا برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په پام کې ده چې نږدې ورځو کې د پاکستان د ملي شورا رییس کابل ته سفر وکړي او دلته له افغان چارواکو سره له نږدې وګوري.

نوموړي همدارنګه وویل، هڅې کیږي چې د افغانستان وګړو ته د ویزو د وېش په برخه کې زیات سهولتونه رامنځته شي او هم د سودا ګرۍ په برخه کې اصلاحات پلي شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA