ads

د دوشنبې ورځ په تاجکستان کې د اسیا زړه ـ استانبول بهیر نهمه غونډه ترسره کېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسیا زړه ـ استانبول بهیر نهمه غوڼده به سبا د تاجکستان پایتخت دوشنبې کې پیل شي او تر سې شنبې ورځ به دوام وکړي.

شمس الرحمن شمس
8 وری 1400
د دوشنبې ورځ په تاجکستان کې د اسیا زړه ـ استانبول بهیر نهمه غونډه ترسره کېږي

په دې غونډه کې به د یاد بهیر د بهرنیو چارو وزیران او د یو شمېر نړیوالو بنسټونو مشران به پکې ګډون وکړي.

د افغان سولې په تړاو د اجماع پياوړتیا او پرمختګ د دې ناستې سرلیک یاد شوی.

جمهور رییس محمد اشرف غني او د هغه تاجکستانی سیال امام علي رحمان به هم په دغه غونډه کې وینا وکړي.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، افغان حکومت د دغې غونډې له ګډونوالو تمه لري چې د سولې له روان بهیره ملاتړ وکړي.

د اسیا زړه – استانبول بهير د ۲۰۱۱م عیسوي کال د نومبر پر ۲ د ترکیې استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو .

د دې بهیر یوه موخه په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد له څنګلوریو ګاوندیانو سره اړیکي دي، چې پکې د ترهګرۍ، نشه يي توکو، بې وزلۍ او توندلارۍ له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول کېږي.

د دې بهیر اتمه ناسته په ۱۳۹۸ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د سولې، مشارکت، او ځان بساینې تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA