د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ترکیې ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پدې سفر کې به خلیلزاد ښکېل لوري دې ته وهڅوي ترڅو د یو سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند لپاره هڅې چټکې کړي.