زلمی خلیلزاد داسې مهال ترکیې هېواد ته سفر کوي، چې ټاکل شوې په دغه هېواد کې د افغان سولې لپاره یو لویه ناسته شي.
په ترکیه کې د افغان سولې لپاره ځانګړې ناسته، د روان کال په اپریل میاشت کې د افغان حکومت، طالبانو او د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون ترسره کېږي.
ویل کېږي چې د افغانستان حکومت به په دې ناسته کې خپل د سولې پلان وړاندې کړي، چې تر وخت وړاندې د ټاکنو ترسره کول پکې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د همدې میاشت په سر کې په مسکو کې د افغان سولې لپاره یوه ناسته ترسره شوه، چې پکې د افغان حکومت، سیاسیونو، طالبانو او د یو شمېر هېوادونو استازو پکې ګډون درلود.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


