ads

خوست کې موټرسایکل بم چاودنې ۱۶ کسان ټپیان کړل

نن ماسپښین نږدې یوه بجه د خوست ښار اړوند مجاهد څلور لارې ته څېرمه د ملي امنیت په موټر موسایکل بم چاودنه شوې چې له کبله یې ۱۶ نفره ټپیان شوي دي.

شمس الرحمن شمس
8 وری 1400
خوست کې موټرسایکل بم چاودنې ۱۶ کسان ټپیان کړل

د خوست امنیه قومندان پاسوال محمد داود امین کلید ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل په چاودنه کې ۲ تنه یې دملي امنیت سرتیري او پاتې ۱۴ هغه یې ملکي وګړي دي.

 د قومندان په وینا چې په ټپیانو کې د دوو هغو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی او د پاتې نورو یې وضعیت ښه دی.

په ورته مهال د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکټر سید انور کلید ته  وويل دوی ته د پېښې له ځايه ۷ ټپيان ور وړل شوي، چې له ظاهري بڼې ټول ملکيان معلوميږي.

بل پلو په خوست ښار کې د بابري ګل کمکي معالجوي کلينيک يو تن موظف ډاکټر څمکنیوال کلید ته وویل چې د يادې چاودنې څخه د يو نظامي په ګډون ۹ ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی.

امنيتي چارواکي وايي، چاودنه د ملي امنيت سرتېرو په هغه رينجر موټر شوې، چې دغه ولايت کې له جمهوريت څخه د دفاع په موخه د جوړې شوې غونډې د امنيت د ټينګښت په موخه ګومارل شوي وو.

تراوسه د چاودنې په تړاو کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA