ads

جمهور رییس غني: د افغانستان نظام به د افغانانو په خوښه وي

جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان نظام به د افغانانو په خوښه وي او کوم نظام چې افغانان يې و نه غواړي، په زور يې څوک پرې نه شي منلای.

شمس الرحمن شمس
8 وری 1400
جمهور رییس غني: د افغانستان نظام به د افغانانو په خوښه وي

جمهور رییس غني د یکشنبې ورځ  د ځوانانو د عالي شورا په لومړنۍ غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، چې افغانستان د سولې لپاره یو تاریخي فرصت لري؛ خو ځوانان باید دې ته ځواب ووایي چې څه ډول نظام او څه ډول سوله غواړي.

جمهور ربیس محمد اشرف غني له دې وړاندې هم د افغانانو له رایې پرته د بل چا په خوښه او طرحه، له هر ډول نظام جوړېدو سره مخالفت ښودلی و.

جمهور رییس غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امریکا د افغانستان د سولې خبرو د ګړندي کولو لپاره د مشارکتي حکومت جوړېدو یوه طرحه وړاندې کړې. په ورته مهال د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي په استانبول کې پر افغان سوله جوړېدونکې ناسته به د هېواد برخلیک وټاکي.

نوموړي په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې د ترکیې ناسته به د امريکا پر نوې طرحه، ټول شموله حکومت، وړاندې له وخته ټاکنې او په دې برخو کې پر شته ننگونو  ورټولې وي.

ټاکلې ده، د افغان حکومت او طالب استازو په ګډون د افغان سولې ناسته راتلونکی اپرېل د ترکیې استانبول ښار کې وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA