ads

امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د درې غلو د نیولو خبر ورکوي

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، تېر ماښام ۷ بجې درې وسلوالو غلو غوښتل د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند قلعه غیب الله سیمه کې له یو کس څخه مبایل او پېسې ترلاسه کړي چې د پولیسو له ګزمې سره مخ شوي او د غلا پر مهال نیول شوي دي.

شمس الرحمن شمس
8 وری 1400
امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د درې غلو د نیولو خبر ورکوي

د فرامرز په خبره لس تنه کسان چې په همدې سیمه کې له یادو غلو لخوا زیانمن شوي وو تر پېژندنې وروسته یې حوزه کې شکایتونه ثبت کړي دي.

فرامرز زیاتوي پولیسو له نیول شویو غلو څخه دوه سیټه غلا شوي مبایلونه او یو میل تفنکچه ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې اونۍ په اوږدو کې پولیسو د کابل ښار په شور بازار سیمه کې دوه تنه وسلوال غله په ځوابي برید کې ووژل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA