ads

د جګړې د پړې ګوته باید چا ته ونیول شي؟

تبصره ۲۷ مارچ ۲۰۲۱

کلید
7 وری 1400
د جګړې د پړې ګوته باید چا ته ونیول شي؟

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر د طالبانو او امریکا ترمنځ لفظي ترنګلتیا چې د ترمپ ادارې له پایته رسېدو وروسته راپیدا شوې، ورځ تربلې لا ترینګلې کېږي.

 طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې په خپل ټاکلي وخت له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو په نه وتلو سره به جګړې ته دوام ورکړي خو پوښتنه دا ده چې شرایطو ته په کتو آیا سولې ته رسېدل په انعطاف ښودلو او که د جګړې په دوام ورکولو سره ممکن دي؟ پرته له دې که خبره د ژمنو پر عملي کولو وي، و دې کتل شي چې طالبانو په خپله کومې ژمنې تراوسه نه دي عملي کړې.

که څه هم پنټاګون له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته چمتووالی ښودلی، خو د  امریکا جمهور رییس جوبايډن بیا په خپلو تازه څرګندونو کې د تخنیکي ستونزو له کبله په ټاکلي وخت یعنې د مې په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل سخت بللي دي. هغه زیاته کړې چې د ځواکونو د وتلو ڼېټه نه ده معلومه.

د بايډن تر دې څرګندونو سمدستي وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره طالبانو ویلي دي چې که امریکايي ځواکونه په ټاکلي وخت ونه وځي پر ضد به يې جګړه پیل کړې. طالبانو دا هم ویلي چې امریکا باید د جګړې د درولو لپاره د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.

د دوحې تړون امریکا او طالبان پر یو شمېر ژمنو متعهد کړي وو چې د مې په میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او ځینې نور د امریکا او د تاوتریخوالي کمول او اوربند، بین الافغاني مذاکراتو ته حاضرېدل، له القاعده او نورو ترهګریزو کړیو سره اړیکې پرې کول او ځينې نور د طالبانو ژمنتیاوې وي.

طالبانو په خپله اعلاميه کې بیا بیا د ژمنو خبره کړې چې باید پرې درېدنه وشي ترڅو په افغانستان کې جګړه ودرېږي او که داسې ونه شي او امريکا خپلې ژمنې په ټاکلي وخت عملي نه کړي، د ناسمو پايلو مسوولیت به د مقابل لوري پر غاړه وي.

افغانان هم چې تل د دواړو لوریو له خوا د ژمنو پر پوره کولو ټینګار درلود او په دې برخه کې د سولې په نسبت يو څه نهیلي شوي هم دي، وايي چې هر لوری چې پر بل لوري د ژمنو د نه عملي کولو تور لګوي باید دې ته هم وګوري چې په خپله يې کومو ژمنې نه دي ترسره کړي. افغانان ځکه دا خبره کوي که چېرته رښتيا هم پر ژمنو عمل شوی وای نو نن به افغانان د جګړو شاهد نه وای.

د افغانانو غوښتنه دا ده چې سولې ته رسېدل انعطاف او ځان تېرېدونه غواړي او له دې کبله طالبان باید دې اصل ته پام وکړي او پر دې یقین ولري چې د جبر، فشار او ګواښ له لارې کوم کار مخ ته نه ځي.

د خلکو په باور که چېرته طالبانو په رښتيا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غوښتل، ولې په خپله يې په بین الافغاني مذاکراتو کې تعلل وکړل او د مذاکراتو له پيل سره يې جګړې پیل او هغه ته يې شدت ورکړ او د افغانانو د اوربند غوښتنه يې ونه منله.

دې ټکو ته په پام دا انګېرنه رامنځته شوې چې په يو ډول طالبان په خپله د دې سبب شوي چې امریکا د خپلو ځواکونو پر وتلو له سره غور وکړي. ځکه که چېرته طالبانو اوربند کړی وای، نور يې په خپلو لیکو کې بهرنیان نه پرېښودل او مذاکراتو ته يې چټکتیا ورکړې وای، نن به دې خبرو ته زمینه نه برابرېده.

خلک په دې باور دي چې اوس هم لا وخت شته او ښکېل لوري باید په افغانستان کې د دایمي سولې د ټينګښت لپاره انعطاف او قربانیو ته مخه کړي او له خپلو شخصي او ډله ييزو ګټو تېر شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA