نوموړي وايي، د یاد برید پرمهال د سنګین ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان عبدالمحمد سروري په ګډون دري افغان سرتیري وژل شوي او ۲تنه نور ټپیان دي.
بلخوا بیا یوې باوري ځاي سرچنې کلید ته وویل په سنګین ولسوالۍ کې د تېرې شپې په جګړه د سنګین ولسوالۍ د سرپرست امینه قوماندان عبدالمحمد سروري په ګډون لس تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.
وسله والوطالبانو هم یوي اعلاميې په خپرو سره ویلي چې په هلمند ولایت کې تېره شپه د جګړې پرمهال تر لسو زیاتو افغان سرتیروته مرګ ژوبله اړولې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

