ads

په کابل ښار کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل ولایت کې د دوو وسله‌والو غلو د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
7 وری 1400
په کابل ښار کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، تېره ورځ د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند شور بازار سیمه کې دوه وسلوال ورسته له هغه ووژل چې پر پولیسو یې  وسلوال برید وکړ او د برید په ترڅ کې یې یو پولیس او درې عام وګړي ټپیان شول.

د نوموړي په خبره د پولیسو په ځوابیه برید کې دواړه وسلوال غله ووژل شول او پېښه د پولیسو تر څېړنو لاندې ده.

دا وسلوال غله داسې مهال وژل کېږي چې په دې ورستیو کې یو ځل بیا په کابل ښار کې وسلوال غله زیات شوي او خلک له پولیسو غواړي چې مال او ځاني خوندیتوب ته يې پام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA