ننګرهار کې ملي امنیت د داعش ډلې دوه غړي وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.

د ملي امنیت اړوند«۰۲قطعې» څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې تیره شپه د دې ولایت د غني خیلو ولسوالۍ اړوند۲۵ مې ویالې سیمه کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د داعش دوه غړي د مقاومت پرمهال وژلي او د یادې ډلې پنځه نور غړي یې ژوندي نیولي دي.