ads

ننګرهار کې ملي امنیت د داعش ډلې دوه غړي وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.

د ملي امنیت اړوند«۰۲قطعې» څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې تیره شپه د دې ولایت د غني خیلو ولسوالۍ اړوند۲۵ مې ویالې سیمه کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د داعش دوه غړي د مقاومت پرمهال وژلي او د یادې ډلې پنځه نور غړي یې ژوندي نیولي دي.

جان اغا صالح
7 وری 1400
ننګرهار کې ملي امنیت د داعش ډلې دوه غړي وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په نیول شویو کسانو کې د داعش ډلې دهدفې وژنو غړی عربستان مشهورپه سعودې او زمینه ساز نعیم الله هم شامل دي.

سرچنیه کاږي چې د یادو عملیاتو پرمهال دوه میله راکیټ،یو میل کلاشنکوف، دوه قبضې لاسې بمونه او یوه تفنګچه هم د ځواکونو لاسته ورغلي دي.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA