نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، طالبان سولې ته ژمن نه دي او برعکس د دوحې له تړون وروسته یې خپلې جګړې ډېرې کړې دي.
محب طالبانو ته په خطاب وویل، که سوله غواړئ؛ نو باید له دې فرصت څخه ګټه واخلئ او سولې ته غاړه کېږدي.
« پر طالبانو غږ کوم، که سوله غواړئ؛ نو همدا فرصت دی باید ترې ګټه واخیستل شي، او که د دې لپاره بهانې پیدا کوئ چې جګړې ته دوام ورکړئ، افغانستان د کورنۍ جګړې او بهرنیو ترهګرو لپاره په مرکز بدل کړئ؛ نو بیا جګړې ته دوام ورکړئ او که دا نه غواړی نو د سولې لپاره یو ښه فرصت دی وخت باید ضایع نه شي لکه څنګه چې قطر کې وخت ضایع کېږي.»
د ملی امنیت سلاکار همدارنګه وویل، وسلهوال طالبان دې د سولې لپاره وخت نه ضایع کوي او په وینا یې د سولې مذاکراتو لپاره د طالبانو لخوا معرفی شوی پلاوی هېڅ صلاحیت نه لري.
«ټیم یې چې لېږلۍ هېڅ صلاحیت نه لري، پر اصلي موضوعاتو بحث نه کوي، ټوله ورځ بهانو پسې ګرځي، چې داخل ده او خارج دی، بس افغان وژنه یې روانه کړې ده»
وسلهوالو طالبانو د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب یادو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په یوې اعلامیه کې یې له امریکا غوښتي چې د دوحې تړون له مخې دې خپل ټول ځواکونه په مې میاشت کې وباسي او که داسې ونه شي؛ نو د تړون د نقض مسوول به خپله امریکا وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

