وسله وال طالبان وايي، که په قطر کې د دوی او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ د دوحې تړون له مخې په ټاکلې نېټه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه و نه ایستل شي، دوی به یې پر وړاندې وسله والې جګړې ته دوام ورکړي.
وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امریکا غوښتي چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او په وینا یې د سوله ییز افغانستان لپاره همدا معقوله لار ده.
طالبان دا غبرګون پر داسې مهال څرګندوي چې د امريکا جمهور رييس جوبايډن په تازه څرګندونو کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل سخت بللي دي.
که څه هم د امریکا دفاع وزارت له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو ته چمتوالی ښودلی، خو د دغه هېواد جمهور رییس جوبایډن رسنیو ته په تازه څرګندونې ویلي چې له تخنیکي پلوه تر مې میاشتې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل سخت دي.
ده زیاته کړې، امریکا به له دغه هېواد څخه خپل سرتېري باسي، خو په خبره یې، لاهم د ځواکونو وتلو نېټه معلومه نه ده.
نوموړي څرګنده کړې چې امریکا له خپلو متحدینو سره په دې اړه په خبرو بوخته ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم طالبانو پر ټاکلې نېټې د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

