ads

دفاع وزارت: په کندهار کې ۶ تنه وسلوال طالبان ووژل شول

دفاع وزارت وایي، په کندهار ولایت کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

شمس الرحمن شمس
7 وری 1400
دفاع وزارت: په کندهار کې ۶ تنه وسلوال طالبان ووژل شول
افغانستان

له دغه وزارت څخه د شنبې ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ په تېرو ۲۴ ساعتونو د کندهار په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالۍ کې هدفمند عملیات ترسره کړي چې په پایله کې ۹ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوړلې ده.

خبرپاڼه زیاتوي د عملیاتو پر مهال ۶ تنه طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA