له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان امنیتي ځواکونو د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کندهار په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې پر طالبانو هدفمند عملیات ترسره کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ترسره شوو بریدونو پر مهال ۲۹ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د دفاع وزارت په وینا، هغه ۵۰ کړۍ ماینونه چې طالبانو په ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په لاره کې ځای پر ځای کړي وو، د ملي اردو له لوري کشف او شنډ شوي دي.
خو طالبانو بیا په دې اړه تبصره نه ده کړې.


