ads

په هلمند کې قومي مشر غلام جان اکا ووژل شو

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي په وسله وال برید کې د غلام جان په نوم د یو قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.

حضرت محمد روحاني
6 وری 1400
په هلمند کې قومي مشر غلام جان اکا ووژل شو

د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان کلید ته وویل، تېر ماښام یو قومي مشر حاجي غلام جان اکا په لښګرګاه ښار کې د نهرسراج هډې ته څېرمه د ناپېژندو وسله والو په برید کې ووژل شو.
نوموړی وایي، دغه قومي مشر په هلمند کې نفوذي سړی و او د خلکو ملاتړ یې له ځان سره درلود.
د دغه ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه هم په خپره شوې خبرپاڼه کې د یاد قومي مشر وژل کېدل تایید شوي دي.
خبرپاڼه وایي، بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي او په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.
تر اوسه د برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
تر دې وړاندې هم په ګڼو بریدونو کې ملکي وګړي او قومي مشران په نښه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA