ده زیاته کړې، امریکا به له دغه هېواد څخه خپل سرتېري باسي، خو په خبره یې، لاهم د ځواکونو وتلو نېټه معلومه نه ده.
نوموړي څرګنده کړې چې امریکا له خپلو متحدینو سره په دې اړه په خبرو بوخته ده.
تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي رسنیو ته ویلي وو، هر کله چې د امریکا جمهور رییس جوبایډن له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو امر وکړي، دوی چمتو دي چې په کمه موده کې خپل سرتېري وباسي.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د امریکا د استازو مجلس د دفاعي کمېټې مشر سمېت هم څرګنده کړې وه چې د بایډن اداره تر مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د سرتېرو پاتې کېدو په لټه کې ده.
طالبان بیا د دوحې د هوکړې له مخې پر ټاکلې نېټه له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.


