دا طرحه تېره ورځ ناوخته تصویب شوې ده.
یاده طرحه د المان هېواد ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د یو کال لپاره نور هم د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې خپلو نظامي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دغه هېواد تر دې وړاندې ګواښ کړی و چې په یو دم له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل خطرناک دي.
المان یوازنی هېواد دی چې په افغانستان د خپلو ۱۳۰۰ عسکرو د پاتې کېدو پرېکړه کوي.
خو طالبان بیا د دوحې د تړون اړوند له افغانستان څخه پر ټاکلې نېټې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.


