د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، د ترسره شوو بریدونو پر مهال ۳۹ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، په ورته موده کې پر دغه بند د ۹۸ ترهګریزو بریدونو او څلور کړۍ ماین چاودنو مخه نیول شوې ده.
کمال خان بند په نیمروز ولایت کې جوړ شوی، چې پرون د جمهور رییس محمد اشرف غني له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
هغه د یاد بند د پرانیستې پر مهال وویل، که جګړه نه وایي؛ نو د کمال خان بند په څېر به سل نور بندونه هم جوړ شوي وو.
دا بند د ۵۲ میلیون متر مکعب اوبو ذخیره کولو او د نهه مېګا واټه برېښنا تولید ظرفیت لري او همدارنګه ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.


