ads

پر کابل پوهنتون د برید یو طراح په ننګرهار کې ونیول شو

په ننګرهار کې ملي امنیت ځواکونو پر کابل پوهنتون د ډله‌ییز برید طراح نیولی دی.

جان اغا صالح
5 وری 1400
پر کابل پوهنتون د برید یو طراح په ننګرهار کې ونیول شو

د ملي امنیت اړوند له صفر دوه قطعې څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ځواکونو یې تېره شپه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په شنه لګړه سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې غړی حضرت علي مشهور په «ابو سعید اعظم» نیول شوی.
د خبرپانې په وینا، نیول شوي کس پر کابل پوهنتون د ډله‌ییز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې مشرانو سره په عراق، سوریه او بلجیم هیوادونو کې هم اړیکې درلودې.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA