ads

وحید عمر: د څو تنو تر منځ وېشل شوی قدرت خلکو ته د منلو نه دی

په ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رییس غني سلاکار وحید عمر د پنجشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، په هېواد کې د سولې د راتګ یوازنۍ لاره دا ده چې خلک په نظام کې خپله رایه وویني.

محمدخان بریال
5 وری 1400
وحید عمر: د څو تنو تر منځ وېشل شوی قدرت خلکو ته د منلو نه دی

ده زیاته کړه، هغه سوله چې واک د څو سیاستوالو تر منځ ووېشل شي، افغانانو ته د منلو نه ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې جمهور رییس غني ته په ډیموکراټیکه توګه د واک لېږد سره کرښه ده او په وینا یې، له دې پرته به هر ډول سوله افغانانو ته ګواښوونکې وي.
هغه وویل، افغان حکومت درې کاله وړاندې هم د سولې لپاره طرحه درلوده او اوس یې هم لري.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ډېر ژر په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو غونډه جوړه شي.
دې غونډې ته پر حکومتي مشرانو سربېره طالبان هم بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA