ads

فاروق وردک: د سولې بهیر دې نه زیانمنېږي

د افغانستان ژغورنې حرکت غړي او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت پخواني وزیر د پنجشنبې په ورځ د دغه حرکت په جوړه شوې غونډه کې د سولې له اوسني بهیر څخه د دوی د بشپړ ملاتړ خبر ورکړ.

محمدخان بریال
5 وری 1400
فاروق وردک: د سولې بهیر دې نه زیانمنېږي

هغه زیاته کړه، د افغانستان ژغورنې حرکت د سولې په تړاو د هر هڅې ملاتړ کوي، خو په وینا یې، که څوک دغه بهیر ته زیان ورسوي، نو د ولس له سخت مقاومت سره به مخ شي.
د فاروق وردک په خبره، د افغانستان ژغورنې حرکت بل هدف دا دی چې د سولې روانې هڅې په هېواد کې د تلپاتې امن لامل شي.
نوموړي څرګنده کړې چې د سولې بهیر بریا د څو کسانو واک ته رسېدل او په دې سره په هېواد کې د یو نوي بحران د پیل نه دی.
دا خبرې پر داسې مهال مطرح کېږي چې ټاکل شوې د مسکو تر غونډې وروسته په اپرېل میاشت کې د ترکیې مرکز استانبول هم د افغان سولې په تړاو د یوې ناستې کوربه شي.
دې ناستې ته د حکومت او طالبانو مشران بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA