د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار اته بجې او ۴۰ دقیقې په برچي سیمه کې د لیلامیو په یو سرای کې اورلګېدنه رامنځته شوه چې سیمې ته د اطفایې په رسېدو یې ژر مخه ونیول شوه.
د ده په خبره، په اورلګېدنه کې مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.
نوموړی زیاتوي چې د اولګېدنې علت معلوم نه دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې ځاني او مالي زیاتونه رامنځته شوي دي.
هېوادوال له امنیتي ادارو غواړي چې پر وخت د داسې پېښو مخه ونیسي.


