ads

د ترکیې غونډې ته د حکومت او طالبانو مشران بلل شوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، ډېر ژر به ترکیه د افغانستان د سولې په تړاو د ناستې کوربه وي.

محمدخان بریال
5 وری 1400
د ترکیې غونډې ته د حکومت او طالبانو مشران بلل شوي

نوموړي د بروکسل په غونډه کې دا څرګندونې کړې او زیاته کړې یې ده چې دې ناستې ته د حکومت او طالبانو مشران بلل شوي دي.
بلېنکن که څه هم په دې ناسته کې د افغان حکومت او طالب مشرانو د ګډون خبر ورکړی، خو دا یې نه دي ویلي چې تر کومې کچې مشران به په دې ناسته کې برخه واخلي.
هغه د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې پر حل ټینګار کړی دی.
ده څرګنده کړې چې امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې د افغانستان د روانې جګړې پایته رسېدونه ته ژمنه ده.
تر اوسه د ترکیې د غونډې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ویل کېږي چې د اپرېل میاشتې په لومړیو کې به جوړه شي.
د یادولو وړ ده چې د روانې مارچ میاشتې پر ۱۸مه نېټه په مسکو کې هم ورته غونډه جوړه شوې وه، چې د افغان حکومت، طالبانو مشر او د چین، روسیې، امریکا او پاکستان استازو برخه پکې درلوده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA