ads

د امریکایي سرتېرو وتل په شک کې دي

که څه هم د امریکا دفاع وزارت یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو وتلو ته چمتوالی ښودلی، خو د دغه هېواد د سنا مجلس ځینو غړو رسنیو ته ویلي چې کېدایشي په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شتون دوام وکړي.

محمدخان بریال
5 وری 1400
د امریکایي سرتېرو وتل په شک کې دي
امریکایي سرتیري

تر دې وړاندې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي رسنیو ته په تازه څرګندونو کې ویلي وو، هر کله چې د امریکا جمهور رییس جوبایډن له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو امر وکړي، دوی چمتو دي چې په کمه موده کې خپل سرتېري وباسي.
کربي زیاته کړې، د دفاع وزیر لویډ اسټین په کابل کې هم ویلي، کله چې بایډن له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو تصمیم ونیسي، نو جنرال کنېټ مک‌کینزي او سکاټ مېلر به دا چاره په ښه ډول مخته یوسي.
خو د امریکا د استازو مجلس د دفاعي کمېټې مشر ادم سمېت بیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د بایډن اداره په دې لټه کې ده چې د مې تر لومړۍ نېټې وروسته هم په افغانستان کې خپل سرتېري وساتي.
طالبان بیا د دوحې د هوکړې له مخې پر ټاکلې نېټه له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA