ads

کمال خان بند؛ یو ستر اقتصادي ګام

تبصره ۲۴ مارچ ۲۰۲۱

کلید
4 وری 1400
کمال خان بند؛ یو ستر اقتصادي ګام

په نیمروز کې د کمال خان بند چې په هرات کې د سلما بند، په فراه کې د بخش آباد بند ترڅنګ د افغانستان په لوېديځ کې د اوبو یو ترټولو ستر بند دی او څه دپاڅه نیمه پړۍ وړاندې د جوړولو تکل يې شوی و، په افغانستان کې د ناسمو سیاسي او امنیتي حالاتو له کبله ونه رغېد، په تېرو نږدې درې نيمو کلونو کې تر ډېرو قربانیو ورکولو وروسته دا دی نن يې د جوړولو ټولې چارې بشپړې او د افغانستان د جمهور محمد اشرف غني له خوا رسما پرانیستل شو. دا یو ډېر ستر اقدام چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د افغان حکومت له خوا اخیستل شوی او دا زیری له ځانه سره لري که چېرته د افغانستان اوبه په سم ډول مدیریت شي، پوره آبادي او ښيرازي به د دې هیواد په برخه شي.

د کمال خان بند د ایران پولې ته نږدې د افغانستان د اوبو مدیریت یوه لویه پروژه ده چې د نیمروز د زرنج ښار په ۱۸ کیلومترۍ کې په چاربرجک ولسوالۍ کې جوړ شوی دی او د اوبو د زېرمه کولو ترڅنګ د اوبو کنترولولو لوړ ظرفیت لري. د دې بند لوړوالی ۱۶ متره دی او ۵۲ کیلومتر مکعب اوبه ځایوي.

افغانستان چې دم ګړۍ یوازې د ۳۰ فیصده اوبو د تنظیم او مدیریت وړتیا لري، د کمال خان او ورسره د نورو ورته بندونو په جوړولو سره چې ویل کېږي په راتلونکې کې به نړۍ د اوبو له ستونزې سره مخ وي، د افغانستان اوبه خورا ډېر ارزښت خپلوي.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې دا بند یو لک و ۸۴ زره هکتاره ځمکه خړبوي او ۹ میګاواټه برېښنا تولیدوي. دا یو ډېر ستر ظرفیت دی او که په سمه توګه استفاده ترې وشي نه یوازې دا چې په کرنیزه او برېښنايي برخه کې به د خورا زیات اهمیت لرونکی وي، د څښاک له پلوه به هم د نیمروز د خلکو اړتیاوې پوره کوي.

له کلونو راهیسې آن تر دې دمه د افغانستان د اوبو د نه مدیریت له کبله ټولې اوبه بهر ته توېيدلې او له هغه خوا تر تصفیې وروسته به په افغانانو پلورل کېدلې. دلته د افسوس خبره دا ده چې افغانانو خپلې اوبه په قیمت ترلاسه کړي دي. خو د هغو اوبو حساب تراوسه نه و شوی چې ګاونډيو په مفته او پرېمانه ډول استفاده کولې.

افغانستان د اوبو لوړ ظرفیت لري. په کلنۍ کچه دغه ظرفیت ۲ملیارده متر مکعبو ته رسېږي. که چېرته دغه اوبه په سم ډول مدیریت شي، افغانستان به خورا ستر اقتصادي پرمختګونه تجربه کوي او د بهرنیو له احتیاجه به وژغورل شي او پر خپلو پښو به ودرېږي. کله چې په دې اړه لږ ډېر تم کېږو، دې پايلې ته رسېږو چې د افغانستان د ناامنیو د دوام يو لوی علت د افغاستان همدغه اوبه دي. ځکه د دې هیواد ټولې اوبه بې مهابا او مفته ګاونډيو ته توېیدلې. شنونکي په دې اند دي چې د افغانستان ګاونډیانو ځکه د افغانستان په ناامنیو کې تل ډېر لاس لرلای چې دغه هیواد د با ثباته نظام څښتن نه شي ځکه د دوی په اند که چېرته افغانستان یو سم او باثباته نظام ولري، لومړنی کار به يې د اوبو مدیریت او تنظیم وي چې هیڅ یو ګاونډی يې نه غواړي.

په تېرو درې نیمو کلونو کې د دغه بند د جوړولو چارې له خورا سختو ننګونو او ستونزو سره مخ وې. د رپوټونو له مخې په دې موده کې پر دې بند ۴۰ وسله والې حملې شوې دي چې په ترڅ کې يې د انجنیرانو تر څنګ کابو پنځوس تنه افغان ځواکونو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

افغانان چې د دې بند جوړولو ته د یو ستر جشن په څېر خوشاله دي او د نورو بندونو جوړولو ته يې لېوالتیا ورسره ډېره شوې ده، غواړي چې حکومت د هغه د ساتلو لپاره اساسي تدابیر په نظر کې ونیسي.

د دې بند او نورو بندونو په جوړولو سره چې یا يې کار په جریان کې دی او يا يې د جوړولو تکل شوی دی، ښايي ځینې مخالفتونه له ځانه سره ولري، خو افغان حکومت باید ‎له خپلو اوبو نه د استفادې لپاره په نړیواله کچه دفاع وکړي، تر څو په راتلونکې کوم هیواد د افغانستان د داسې هڅو د مخنیوي هڅه ونه کړای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA