ads

پولیسو په کابل ښار کې د غلو د یوې ډلې مشر نیولی

امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د وسلوالو غلو د یوې ډلې مشر نیولی دی.

شمس الرحمن شمس
4 وری 1400
پولیسو په کابل ښار کې د غلو د یوې ډلې مشر نیولی

د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل چې پولیسو په کابل ښار کې د یوه هدفمند عملیاتو په پایله کې د رییس فهیم په نوم دوسلوالو غلو د یوې ډلې مشر نیولی دی.

د نوموړي په خبره یاد کې په کابل ښار کې د وسله والو غلاوو او نورو پېښو کې د پولیسو تر تعقیب لاندې و.

امنیتي چارواکي دا اقدام داسې مهال کوي چې په دې ورستیو کې د کابل ښار اوسېدونکي له وسلوالو غلاوو او جنایي پېښو څخه سرټکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA