په هېواد کې ۳۸ نور کسان پر کورونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۶ زره او ۲۲۶ تنو ته ورسېد.