ads

نن په نمیروز کې د کمال خان بند رسماً پرانیستل کېږي

د اوبو د تنظیم د چارو د ملي ادارې ویاند نظام‌الدین خپلواک وايي، د دغه بند د پرانیستلو په ځانګړو مراسمو کې د جمهور رییس محمد اشرف غني او یو شمېر نور چارواکي او د سیمې اوسېدونکي ګډون لري.

شمس الرحمن شمس
4 وری 1400
نن په نمیروز کې د کمال خان بند رسماً پرانیستل  کېږي

د خپلواک په خبره دغه بند چې د ۵۲ ملیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه خړوبوي.

د چارواکو په وینا د کمال خان بند به چې د زرنج ښار په ۹۵ کیلومترۍ کې دی او د لومړي ځل لپاره‌یې د جوړولو چارې نږدې ۵۵ کاله مخکې پیل شوې وې، په زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA