ads

د جمهور رییس غني لخوا تر وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز

د افغان حکومت یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي، جمهور رییس محمد اشرف غني به د ترکیې په ناسته کې له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي لپاره له وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز وکړي.‌

شمس الرحمن شمس
4 وری 1400
د جمهور رییس غني لخوا تر وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز
محمد اشرف غني

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، د جمهور رییس غني د وړاندیز له مخې به لومړی د شپږو میاشتو لپاره اوربند کېږي او له هغه وروسته به له وخته وړاندې ټاکنې کېږي.
سرچینه وايي، افغان دولت نه غواړي چې دا ټاکنې په خپله وکړي‌ او د ټاکنو کمېسیون تشکیل په اړه هم مذاکره کېدای شي.
د سرچینې په وینا د دې طرحې عمومي اډانه چمتو شوې خو نور جزیات یې تر کار لاندې دي.
طالبانو افغانستان کې تر وخت مخکې ټاکنو موضوع ته په غبرګون کې ویلي، د اوس لپاره دا ډله ترکیه کې د سولې د ناستې په اړه سلا مشورې کوي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ویلي، د ترکیې ناستې په اړه له پرېکړې وروسته به د نورو موضوعاتو په اړه هم بحث کېږي.
په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس هم د ځینو افغان چارواکو له قوله ویلي چې جمهور رییس غني به له وخته مخکې ټاکنو وړاندیز د استانبول په غونډه کې وکړي.
دې سرچینو رویټرز ته ویلي وو چې دا طرحه د امریکا له خوا د وړاندې شوې طرحې په ځواب کې چمتو شوې،‌ ځکه جمهور رییس غني د واشنګټن طرحې سره مخالفت لري.‌

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA