ads

امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د یوې خونړۍ پېښې د مخنیوي خبر ورکوي

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، پولیسو د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند په قمبرڅلورلارې کې یو زرنج موټر سایکل چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو کشف او خنثی کړی .

شمس الرحمن شمس
4 وری 1400
امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د یوې خونړۍ پېښې د مخنیوي خبر ورکوي

د نوموړي په خبره ترهګرو دغه زرنج موټر سایکل د کابل ښار په یوه ګڼې ګوڼې سیمه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په هدف درولی و چې د پولیسو لخوا یې د چاودنې مخنیوی وشو او د ګڼو ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وشو.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا زرنج موټر سایکل د چا لخوا دې سیمې ته رالېږل شوی وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA