ads

په کابل کې یو کس پر یوې اته کلنې ماشومې جنسي تېری کړی

امنیتي چارواکي وایي، ادعا شوې چې په کابل ښار کې د ذکرالله په نوم یو کس پر یوې اته کلنې ماشومې جنسي تیری کړی دی.

شمس الرحمن شمس
3 وری 1400
په کابل کې یو کس پر یوې اته کلنې ماشومې جنسي تېری کړی

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، یوې کورنۍ ادعا کړې چې پر يوې اته کلنې ماشومې یې د ذکرالله په نوم يوه کس چې ځان يې څوکي دار او محصل معرفي کړی جنسي تېری کړی دی.

فرامرز وايي نوموړی کس نيول شوی او دوسيه به يې عدلي او قضايي بنسټونو ته واستول شي.

د قرباني شوې ماشومې کورنۍ وايي، پېښه تېره ورځ د کابل ښار درېیمې حوزې اوړند کارت سخي سیمه کې شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA