د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې ورځ په یوې خبري غونډه کې د وینا پرمهال وویل، د دوی ټول متحدان د افغانستان روان حالات او د امریکا او طالبانو د هوکړې ژمنې ارزوي او په تړاو به یې سبا یوه ګډه پرېکړه اعلان کړي.
د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم په دې غونډه کې ګډون لري. بلېنکن د جو بایډن د کابینې هغه غړی دی چې له طالبانو سره د دوحې تړون د بیا کتنې غوښتنه یې کړې وه.
دا غونډه داسې مهال جوړیږي چې د جوبایډن ادارې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې د ارزونې په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې ده؛ خو جوبایډن ویلي چې له افغانستانه د دوحې تړون له مخې د می میاشت کې د امریکایي سرتېرو ویستل به سخته وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

