ads

د ملي امیت شورا: په افغانستان کې بهرنیان خوندي دي؛ خو افغانان لاهم وژل کېږي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، په افغانستان کې د امریکا او طالبانو شوې هوکړې له مخې د بهرنیانو سرونه خوندي دي؛ خو افغانان قرباني ورکوي.

شمس الرحمن شمس
3 وری 1400
د ملي امیت شورا: په افغانستان کې بهرنیان خوندي دي؛ خو افغانان لاهم وژل کېږي
ملی امنیت شورا ویاند

د دې شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي، د دوحې تړون تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د بهرنیانو سرونه خوندي خو په وینا یې افغانان لاهم وژل کېږي.

نوموړي وایي، جګړه پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو متمرکزه ده او تر ۹۶ سلنې پورې دفاع د افغان ځواکونو پر غاړه ده.

دی زیاتوي که نړیواله تولنه، متحده ایالات او یا بل هر هېواد په افغانستان کې تروریزم ضد مبارزه کې همکاري کوي افغان حکومت یې هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو، چې د تړون له مخې به راتلونکې می میاشت کې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه وځي؛ خو د امریکا جمهور رییس جوبایډن بیا ویلي چې په می میاشت کې له افغانستان د ځواکونو وتل به سخته وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA