ads

د بهرنیو چارو وزیر اتمر له خپل هندي سیال سره ولیدل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال سره جې شنکر سره لیدلي او د افغان سولې سربېره یې پر یو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
3 وری 1400
د بهرنیو چارو وزیر اتمر له خپل هندي سیال سره ولیدل

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د افغان سولې، دوه اړخیزه همکاریو، سیمه‌ییز اتصال، او دغه راز د سوداګرۍ پر اړوندو موضوعاتو بحثونه کړي دي.

جي شنکر محمد حنیف اتمر ته د افغان سولې په تړاو د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هېواد یې له افغانستان د یوه ملګري او ملاتړي هېواد په توګه خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

په ورته مهال اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د هندوستان پر رول ټینګار وکړ او د سولې خبرو د بریا لپاره، د سیمه ییزې او نړۍوالې اجماع په پیاوړي کولو کې د هندوستان فعال رول غوښتنه وکړه.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ایزې او نړۍوالې اجماع پیاوړي کولو کې مرستې ته چمتووالی څرګند کړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې ملي اجماع او یووالی به سیمه ییزه او نړیواله اجماع نوره هم قوي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې اپریل میاشت د ترکیې په استانبول ښار کې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د افغان سولې په تړاو ناسته جوړه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA