د کورنیو چارو سرپرست وزیر چې پرون یې د پولیسو له خاصو قطعاتو څخه لیدنه کوله پولیسو ته د وینا پر مهال د غیر مسووله وسلوالو قوماندان عبدالغني عليپور او ملاتړو کوونکو ته یې د قانون په چوکاټ کې د جزا ورکولو خبرداری ورکړ.
«د بهسودو په ولسوالۍ کې یوه واقعه وشوله چې زموږ ځینې شازلمیان په کې شهیدان شول او هليکوپټر سقوط وکړ، غواړم ډاډ درکړم چې د عليپور او د ده د کسانو له خوا چې دا کار شوی دی، هغوی به د خپلو کړنو او اعمالو په سزا باندې رسوو د قانون په چوکاټ کې.»
نوموړي وویل، هېڅوک له قانون څخه لوړ نه دی او د افغانستان ټول قومونو باعزته او د احترام وړ دي؛ خو زیاتوي چې زورواکي، ټوپکسالاران، د مواد مخدر قاچاقبر او جنایتکران هېڅ قوم پورې تړاو نه لري.
حیات زیات کړه ولسونه غواړي چې ورته خلک ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د علي پور اړوند وسلوالو یوه حکومتي الوتکه وویشته چې په ترڅ کې ۴ عمله او ۵ د ملي اردو سرتیري په کې ووژل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

