جمهو رییس غني په خپلو خبرو کې وویل نوي تعلیمي کال لپاره به ۱۱۱۷۳نوي بستونه اعلان ته ورکړل شي چې د ازاد رقابت او شفافې پروسې له مخې به په ټول افغانستان کې معلمین په دندو وګمارل شي.
جمهور رییس همدارنګه زیاته کړه چې د ښوونکو د معاشونو د لوړولو ژمنه باید د روان کال تر نیمايي پورې عملي شي.
جمهوررییس غني همدارنګه وویل، چې سږ کال به د افغانستان د ډیجټلي کېدو کال وي او معلمینو، محصلینو ، د معارف او لوړو زده کړو وزارتونو کارکوونکو ته د ډیجټلي خدمات وړاندې کول به د حکومت له لومړیتوبونو څخه وي.
جمهور رییس غني په پای کې وویل، داسې سوله غواړي چې ټول افغانان پکې ازاد ژوند ولري.
جمهور رییس همدارنګه روغتیا وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د زده کوونکو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو د کورونا ویروس د درېیمې څپې څخه مخنیوی شوی وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

