ads

جمهوررییس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره ولیدل

جمهوري ریاست د جمهور رییس محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې ترمنځ د لیدنې خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
3 وری 1400
جمهوررییس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره ولیدل

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني د دوشنبې ورځ مازیګر په ارګ د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره لیدلي او پر افغان سولې یې تفصیلي خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې په اړه مفصل بحث وکړ او جمهوررئیس غني د سولې پروسې د بریاليتوب په اړه د افغانستان حکومت لیدلوری او عملي پلانونه تشریح کړل.

په همدې حال کې ارګ د جمهور رییس غني او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د لیدنې خبر هم ورکوي.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه د بحث پر مهال د حکومت او ملي شورا ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر لازیاتې پیاوړتیا ټینګار وشو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA