د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، وسله والو مخالفینو د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ستر ماین ځای پر ځای کړی و.
هغه زیاتوي، ترهګرو په دې سره د ملکي وګړو او افغان سرتېرو په نښه کولو پلان درلود.
د فرامرز په خبره، دغه ماین د پولیسو له لوري کشف او شنډ شوی دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


