ads

په بهسودو کې د علیپور د وسله والو ډیپو له منځه وړل شوې

د افغانستان دفاع وزارت د افغان سرتېرو د عملیاتو پر مهال د میدان وردک ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د علیپور د غیر مسوله وسله والو پر وړاندې د عملیاتو پیلېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
2 وری 1400
په بهسودو کې د علیپور د وسله والو ډیپو له منځه وړل شوې

له دغه وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان سرتېري پر دې توانېدلي چې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال د علیپور د غیر مسوله وسله والو د وسلو یوه ډیپو کشف او له منځه یوسي.
خبرپاڼه زیاتوي، د عملیاتو پر مهال په سیمه کې د علیپور د وسله والو پوستې هم په نښه شوې او یو پټنځای یې له منځه وړل شوی دی.
علیپور هغه غیر مسوله وسله وال دی چې څو ورځې وړاندې یې په بهسود ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو یوه الوتکه وویشله او مسولیت یې هم پر غاړه واخیست.
په هغه پېښه کې د الوتکې درې امله او څلور پیلوټان ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA